البانیا د نړۍ په کچه لومړی هېواد شو چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ یې وزیره ټاکلې ده.
د دې نوې وزیرې نوم «دیلا» دی چې د عامه تدارکاتو د څارنې او د فساد ضد مبارزې لپاره ټاکل شوې ده.
د البانیا لومړي وزیر اېدي راما ویلي، دیلا به د قراردادونو پروسه له رشوت، فشار او اړیکو پالنې خوندي کړي او د تدارکاتو بهیر به شفاف او چټک کړي.

دیلا تر دې وړاندې د “e-Albania” په ډیجیټلي پلاتفورم کې د یو میلیون څخه ډېر غوښتنلیکونه پروسس کړي دي.
خو په البانیا کې د دې نوښت په اړه نظرونه وېشلي دي.
د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند دا کار «چټي» بللی، خو یو شمېر شنونکي وايي که په سمه توګه مدیریت شي، کولی شي د شفافیت او د خلکو د باور زیاتولو کې مرسته وکړي.

