دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانپه ننګرهار او لغمان کې؛د تېرې شپې زلزلې ۳۱ تنه ټپیان کړي

په ننګرهار او لغمان کې؛د تېرې شپې زلزلې ۳۱ تنه ټپیان کړي

تېره شپه د ۶.۵ ريښتره زلزلې له امله په ننګرهار او لغمان کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ننګرهار کې د طالبانو حکومت ولایت مقام وایي، چې یوازې د دره نور ولسوالۍ په څو کليو کې ۲۲ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د ځینو ټپیانو درملنه یې هماغلته کړې ده.

په لغمان کې د طالبانو حکومت د والي ویاند ویلي، چې ۹ تنه ټپیان شوي او ۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه ۶ درجې بلې زلزلې په کونړ او ګاونډیو ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اړولي چې له امله یې تر اوسه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ ټپیان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here