د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کونړ د وروستۍ زلزلې د تلفاتو په اړه تازه معلومات ورکړي دي.
د نوموړي په وینا، په نورګل ولسوالۍ مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او تر اوسه د سلګونو کسانو جسدونه له ویجاړو شویو کورونو را ایستل شوي دي.
د فطرت په خبره، د ټولو شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې د ژغورنې هڅې لا هم دوام لري، خیمې نصب شوې دي او د لومړنیو او بیړنیو مرستو لېږد په منظم ډول ترسره کېږي.

