د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ له پاکستان غوښتي چې د ختیځ افغانستان د مرګوني زلزلې له امله د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي.
بنټ په ایکسپاڼه لیکلي، پاکستان باید د اخراج پر ځای په زلزلهځپلو سیمو کې بشر دوستانه مرستو باندې تمرکز وکړي.
یاد غوښتنلیک په داسې حال کې مطرح کېږي چې په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله تر اوسه د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا، له ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ټپیان دي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

