د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کډوالو چارو کمېسیون راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ ټول ټال ۱۶ زره او ۳۳۸ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له پاکستانه بېرته راستانه شوي کډوال ۱۱ زره او ۳۵۱ تنه دي او له ایران څخه بیا ۴ زره او ۹۸۷ افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.
ویل شوي، دغه بېرته ستنېدنه د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارې شوې ده.

