د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مشر شهابالدین دلاور د کونړ د مزار درې د زلزله ځپلو له لیدنې پر مهال ویلي، چې هره مرسته د زیانمنو امانت دی او په بشپړ امانتدارۍ به ورته سپارل کېږي.
هغه ټینګار کړی، چې د زلزله ځپلو لاسنیوی یې د دیني او کاري مسوولیت برخه ده او روغتیايي ډلې یې په سیمه کې په خدمت بوختې دي.
بل لورته ځايي خلک بیا په ځینو سیمو کې د مرستو نه رسېدو له امله شکایت کوي.

