د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د کونړ او ننګرهار زلزلهځپلو ته د بېړنیو مرستو لېږد پیل شوی دی.
دغه بنسټ ویلي چې د زیانونو ارزونې روانې دي او د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته.
په خبرپاڼه کې راغلي، زلزلې د کورونو، سړکونو او سیمو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او د هوا خرابوالي او د سړکونو نشتوالي د مرستو رسونې بهیر ستونزمن کړی دی.
تر اوسه د کونړ وروستۍ زلزلې له امله له ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

