د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ټولو پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د کونړ د زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره له استادانو او محصلینو مالي مرستې راټولې کړي.
هغه ویلي، په هر پوهنتون کې دې ځانګړې کمېټه جوړه شي څو راټولې شوې مرستې د اړمنو کورنیو لاسنیوي ته ورسوي.
په همدې لړ کې د کابل له مرکزي پوهنتونونو لسګونه محصلان او یو روغتیايي ټیم د دوشنبې په ورځ کونړ ته استول شوي دي، څو د زلزلهځپلو خلکو تر څنګ عملي مرسته او خدمت وکړي.

