یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند امیرعلي شیر نوایي د مجسمې د نړیدو وروسته؛ازبکان وایي حقوق یې...

د امیرعلي شیر نوایي د مجسمې د نړیدو وروسته؛ازبکان وایي حقوق یې خوندي نه دي

د افغانستان د ازبکانو د حقونو ملاتړو پر ازبک چارواکو غږ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ څخه درس واخلي.

دوی ویلي د امیر علي شیر نوایي د مجسمې نړول د طالبانو د فرهنګي او قومي ځپنې نښه ده.

د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې ازبکان د اجباري بې‌ځایه کېدو، سیاسي څنډې ته کولو او د ژبې او دودونو د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د طالبانو په نوم د “همکارۍ” تګلاره د ټولې ترکي نړۍ لپاره خطرناکه پایلې لرلی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here