د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست اعلان کړی چې هغه کسان به پاسپورټونه ترلاسه نه شي کولی، چې یا حقوقي سرپرست نهلري، یا د دوی له لوري ممنوعالخروج ګرځول شوي، او یا هم په محکمه کې مجرم پېژندل شوي وي.
یاد ریاست د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، هغو ماشومانو ته چې حقوقي سرپرست یې نهوي، پاسپورټ نه ورکول کېږي.
اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې د بایومټریک یا “بیف” سیسټم له لارې ممنوعالخروج ثابت شوي وي، هم له پاسپورټ اخیستلو محروم دي.

