یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانریچارډ بنټ:د جزا پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه د افغانستان په...

ریچارډ بنټ:د جزا پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه د افغانستان په اړه د څېړنو مخه نیسي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ د نړیوالې جزایي محکمې پر چارواکو د امریکا بندیزونه غندلي دي.

نوموړي پر اېکس لیکلي چې دغه بندیزونه د محکمې خپلواکي په نښه کوي او د افغانستان په اړه د څېړنو مخه نیسي.

بنټ ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه څېړنې د عدالت لپاره حیاتي دي او باید بندیزونه لغوه شي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا دغه ګام د عدالت پر وړاندې خنډ جوړوي او نړیوال ملاتړ له خپلواکو قضایي بنسټونو سره خورا مهم دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here