الجزیره وایي، چې نن دوشنبه اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اته تنه ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې د خوړو ترلاسه کولو پر مهال په نښه شول.
دا بریدونه له هغې وروسته هم روان دي چې اسرائیل اعلان کړی و، هره ورځ به لس ساعته د عملیاتو وقفه کوي، څو بشري مرستې غزې ته ورسوي.
دغه وقفه به له لسو بجو څخه تر اتو بجو پورې د غزې په ځینو سیمو لکه المواسي، دیرالبلح او غزې ښار کې وي.
ملګرو ملتونو تایید کړې چې تر ۱۰۰ زیات د مرستو موټرونه غزې ته داخل شوي؛ خو وایي دا لا هم د قحطۍ مخنیوي لپاره کافي نه دي.

