د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، هېواد یې د تایلند او کمبودیا ترمنځ د سرحدي شخړې د سولهيیز حل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
روبیو ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي دا مهال په مالیزیا کې دي څو د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
نوموړي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنتیا هم تکرار کړې او ویلي یې دي چې امریکا چمتو ده چې د راتلونکو خبرو کوربهتوب هم وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې ټرمپ له دواړو لورو سره د جلا تلیفوني تماسونو وروسته، د اوربند د خبرو پیل اعلان کړی و.

