د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي ډېر ژر چین ته سفر وکړي.
هغه ویلي، د چین ولسمشر شيجینپینګ بلنه ورکړې، او امکان لري دا سفر ژر ترسره شي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د دواړو مشرانو سلاکارانو د احتمالي لیدنې په اړه خبرې کړې دي.
تمه ده چې دا لیدنه د روان کال په وروستیو کې د ټرمپ د آسیايي سفر پر مهال ترسره شي.
ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د امریکا او چین ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې ترینګلې دي.
ټرمپ چین تورن کړی چې د فنتانیل مخدره موادو د تولید او قاچاق مخه نهنیسي، او له همدې امله یې پر چینایي وارداتو درنې تعرفې لګولې دي.

