د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس باراک ویلي، که احمد شرع ټولشموله سیاستونه غوره نه کړي، د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو او د هېواد د تجزیې خطر شته.
هغه خبرداری ورکړی چې د شرع حکومت ممکن د افغانستان او لیبیا برخلیک ته ورسېږي.
باراک ویلي، په خصوصي خبرو کې یې ولسمشر شرع ته مشوره ورکړې چې د پوځ په جوړښت کې بدلون راولي، د اسلامپالو د نظریو له تحمیل څخه ځان وساتي او د سیمې هېوادونو امنیتي مرستو ته مخه کړي.

