د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، چې د “مرګ پر امريکا” شعار د امريکا د حاکمانو سياستونو ته متوجه دی، نه امريکايي ولس ته.
نوموړي دا څرګندونې د امريکايي تلويزيون فاکسنيوز سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
عراقچي ټينګار وکړ چې د خلکو تر منځ ممکن تند نظريات وي؛ خو دا د ايران رسمي سياست نه دی او نه هم د يو هېواد د ولسمشر وژنه د ايران د دولت په پاليسۍ کې ده.
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې په ايران کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرایيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر ضد د وژنې شعارونه پيل شوي، چې راپورونه وايي ځينو ايراني چارواکو يې ملاتړ کړی.

