د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي فاکس نیوز ته ویلي، چې هېواد به له اورانیمو د غنیسازۍ له برنامې لاس وانخلي.
هغه د امریکا لهخوا د ایران پر اتومي تاسیساتو وروستي بریدونه “جدي” بللي او ویلي یې دي چې غنیسازي موقتا بنده شوې ده.
عراقچي ټینګار کړی چې د امریکا فشارونه، تحریمونه او ګواښونه به د ایران اتومي برنامه نه ودروي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران استازي له اروپایي هېوادونو سره خبرو ته چمتو کېږي.
بل لورته اروپایي هېوادونو ایران ته خبرداری ورکړی چې که جدي ګامونه وانخلي، د سنبلي په نهمه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو میکانیزم بېرته فعال شي.
همداراز ټاکل شوې چې د ایران، چین او روسیې درېجانبه ناسته هم ډېر ژر په تهران کې ترسره شي.

