د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، چمتو دی له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې مسؤلیت لري، هوکړې ته ورسیږي، څو مجرم افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي.
هغه ویلي، دا اقدام د آلمان د امنیت لپاره مهم دی او باید له افغانستان سره د رسمي اړیکو نشتوالی خنډ نه شي.
دوبرینت زیاته کړې، که طالبان یو استازی برلین ته واستوي؛ نو ښايي له دوی سره له رسمي پېژندنې پرته هم پر عملي موضوعاتو هوکړه وشي.
د یادونې ده چې تېر کال په اسد میاشت کې آلمان یو ځل ۲۸ افغانان چې مجرمین وو، کابل ته استولي وو او هغه وخت د دې بهیر منځګړیتوب قطر کړی و.

