د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي او د جمهوري پال ګوند مشر محسن داوړ ویلي، چې د سولې یو بل پښتون غږ، مولانا خانزیب، په باجوړ کې شهید شوی دی.
نوموړي په خپل ایکس کې لیکلي، چې مولانا خان زیب د تندلاریتوب پر ضد یو پیاوړی او څرګند غږ و او همدا د هغه “جرم” شو.
داوړ زیاتوي، چې وسلهوالې نیابتي ډلې، چې په پښتونخوا کې فعاله دي او مولانا زیب یې د خپل فعال دریځ له امله په نښه کړ.
هغه د مولانا خان زیب کورنۍ ته د ژور تسلیت او خواخوږۍ څرګندونه کړې، او د نوموړي لپاره یې د ارام دعا کړې ده.

