د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د طالبانو حکومت لهخوا د رسنیو لپاره د نوې تګلارې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د رسنیو ازاد فعالیت محدود او د خبریالانو تر منځ ویره او ځانسانسوري زیاته کړي.
یادې ادارې ویلي، دا نوې کارشیوه چې د خپرونو او مېلمنو د تایید غوښتنه کوي، د طالبانو حکومت د پخوانیو محدودوونکو اقداماتو رسمي بڼه ده.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا یوه څلور پاڼیزه هدایتنامه رسنیو ته استول شوې، چې له مخې یې ټولې سیاسي خپرونې باید تر خپرېدو وړاندې د وزارت له خوا تایید شي.

