د روسیې د فدراسیون شورا مرستیال کنستانتین کساچف ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې تر اعلان وروسته، د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی.
نوموړي دا پرېکړه نا عادلانه او دوه ګونی سیاسي چلند بللی.
هغه ویلي، لویدیځ په افغانستان کې کلي، کورنه او ښوونځي بمبار کړل، ماشومان او ښځې یې ووژلې؛ خو دغه محکمه پرې چوپه وه.
بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې دا محکمه ورته هیڅ مشروعیت نه لري.

