سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستانسراج‌الدین حقاني غزني کې مسولینو ته:مسوولیتونه امانتونه دي او باید صادقانه ادا...

سراج‌الدین حقاني غزني کې مسولینو ته:مسوولیتونه امانتونه دي او باید صادقانه ادا شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني غزني ته سفر کړی او له سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره یې د امنیتي او اداري چارو په اړه خبرې کړې.

د غزني د طالبانو ولایت مقام وايي، حقاني ژمنه کړې چې د چارواکو ستونزې به له اړوندو وزارتونو سره شریکې کړي.

نوموړي ویلي: «مسوولیتونه امانتونه دي او باید صادقانه ادا شي.»

ښاغلي حقاني د اسلامي نظام پر حق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا حق باید ادا شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here