د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نیوزیلېنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه هند ته ولاړ.
د افغانستان له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سفر کې د ملي لوبډلې ۲۰ لوبغاړي شامل دي.
که څه هم په دغه نوملړ کې د یما عرب، ریاض حسن او شمس الرحمن په ګډون یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی؛ خو بیا هم د افسر ځاځي په شمول په ځینو لوبغاړو نیوکې موجودې دي.
د یادونې ده چې دا سیالۍ د راتلونکې سېپټمبر میاشت پر ۹مه په ګرېټر نویډا لوبغالي کې پیل او په ۱۳مه نېټه به پای ته ورسېږي.