د پکتیا ولایت د ډند پټان ولسوالۍ په حسنخېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وایي، ماشومان له دغه ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال په تماس کې شوي چې چاودنه پرې شوې.
که څه هم ځینې اوسېدونکي دا پېښه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه بولي؛ خو د طالبانو سیمهییزې ادارې وايي چې دا مواد د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو.
ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.

