چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهاحمد الشرع او میرمن یې؛د سوریې میرمنو له استازو سره د دوی...

احمد الشرع او میرمن یې؛د سوریې میرمنو له استازو سره د دوی په سیاسي رول او حکومت کې د ونډې په څرنګوالي خبرې کړي

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع او مېرمن یې لطیفې الدروبي د لوی اختر په مناسبت د ښځینه استازو یو پلاوي سره کتلي دي.

د سوریې رسنۍ وايي، په دغه کتنه کې د ښځو سیاسي رول، د راتلونکې لار نقشه، او د حکومت په کچه د ښځو ونډې څرنګوالی په اړه خبرې شوې دي.

ښځینه پلاوي، چې د سوریې د ښځو استازیتوب کاوه، خپلې مشورې یې له ولسمشر الشرع سره شریکې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here