دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاناسحاق ډار:د چین په غوښتنه یې د طالبانو له حکومت سره اړیکې...

اسحاق ډار:د چین په غوښتنه یې د طالبانو له حکومت سره اړیکې پراخه کړي

چین له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، دا غوښتنه د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې له غونډې وروسته یې له چین غوښتي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته هم وغځوي، او لګښت دې هم د همدغه پروژې له لارې برابر شي.

د هغه په وینا، د چین بهرنیو چارو وزیر دا وړاندیز منلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here