ډان ورځپاڼه وایي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو کس چې د دوو ماشومانو پر وژنه تورن و، د پولیسو له ولکې د تېښتې پر مهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی او مړ شوی دی.
ډان ورځپاڼې د پولیسو له قوله ویلي، چې څو ورځې مخکې په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او مړي یې وروسته د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.
ډان زیاتوي چې د پېښې په تړاو پنځه کسان مشکوک پېژندل شوي، چې دوه نیول شوي دي.
د راپور له مخې، یو شکمن کس چې د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی او ویلي یې دي چې هغوی یې په لرګي وهلي.
نوموړی د لرګي د موندلو لپاره د پولیسو لهخوا د پېښې ځای ته بیول کېده، چې تښتېدلی او د اوبو کانال ته یې ځان غورځولی او مړ شوی دی.

