د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د پخواني دفتر رییس، متین بیک ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د سولې د ناکامې تجربې تېروتنې په اوکراین کې تکرار نه کړي.
هغه دا خبرې په یوه مقاله کې کړي چې د «سیفر بریف» وېبپاڼې خپره کړې دي.
بیک لیکلي، لکه څنګه چې طالبانو له امریکا سره مستقیمو خبرو ته ترجیح ورکوله او د افغان حکومت غږ ته پام نه کېده، روسیه هم غواړي له امریکا سره هوکړه وکړي او د اوکراین حکومت له خبرو وباسي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا د اوکراین د حکومت او خلکو پر ځای یوازې له روسیې سره خبرو ته مخه کړي، دا به د جګړې توازن د مسکو په ګټه بدل کړي.

