د اسټرالیا د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان کړی چې د مونټین انسټیټوټ په همکارۍ د افغان مېرمنو لپاره د حقوقي زده کړو یو کلن پروګرام پیلوي.
راپورونه وایي، دا نوښت هغه ښځو ته ځانګړی شوی چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له کبله له زده کړو محرومې شوې دي.
د پروګرام مسؤل غلامشاه عادل وايي، هڅه کوي چې افغان مېرمنې بېرته خپل تعلیمي مسیر ته راوګرځوي.
نوموړي زیاته کړې، باور لري چې دا پروژه به د افغانو ښځو حقوقي مهارتونه پیاوړي کړي او دوی به د نړیوالو حقوقي بنسټونو سره ونښلوي.

