د پاکستان په حافظاباد ښار کې وسلهوالو کسانو پر یوې ښځې د خاوند مخې ته جنسي تېری کړی، چې ویډیو یې اوس له یوې میاشتې وروسته خپره شوې.
جیونیوز په یو راپور کې وايي، پولیسو دا پېښه جنایي بللې او د څلورو پیژندل شویو کسانو په ګډون، اته کسان پکې تورن دي.
د دغې ښځې خاوند وایي، جې لومړیو کې پولیسو یې شکایت نه ثبتوه او د پولیسو اداره کې یو تورن کس دنده هم لرله چې دی یې ګواښلی و.
پاکستاني چارواکو د عاملینو پر ضد د قانوني اقدام ژمنه کړې ده.

