د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لبنان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو مسایلو او د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.
عراقچي ټینګار کړی چې ایران د لبنان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او هیلهمندي یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام پر بنسټ نوې او ښې اړیکې پیل شي.
عراقچي همداراز ویلي، هېڅ هېواد ته د دې اجازه نشته چې د لبنان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

