د امریکا په کینټکي او اوکلاهوما ایالتونو کې دوه افغان وګړي رسول جان او زرمین شینواری د وسلهوالو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
سرچینې وايي، رسول جان د موټر د غلا پر مهال وژل شوی او زرمین شینواری بیا د ناپیژاندو کسانو لخوا په نښه شوی.
دا له تېرې اونۍ راهیسې څلورم افغان دی چې په امریکا کې د وسلهوالو لخوا وژل کېږي.
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.

