د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ ویلي، چې مذهب د لر او بر افغانانو په ویجاړولو کې د یوې اساسي وسیلې په توګه کارول شوی دی.
دواړ دا څرګندونې د طالبانو حکومت د یوه غړي سعیدالله سعید د هغو خبرو په غبرګون کې کړې، چې ویلي یې و، د دوی مشرتابه خپلو غړو ته بهر ته د جګړې یا «جهاد» د مخنیوي امر کړی دی.
محسن دواړ پوښتنه کړې، چې طالبانو په افغانستان کې جګړه څه ډول جایز بلله، حال دا چې ګڼو دیني عالمانو دا جګړه ناروا ګڼلې وه.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې اسلام اباد د طالبانو له حکومت غوښتي ترڅو د هغو افغانانو مخه ونیسي چې د ټيټيپي په لیکو کې پاکستان ته د جګړې لپاره ځي.

