اسرائیل په دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی زیات کړی دی.
د کان شبکې په وینا، دا چمتووالی د هوايي تمرینونو او د یمن وروستیو بریدونو ته د ورته عملیاتو له لارې ترسره شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ځینې پوځي تجهیزات د امریکا له لارې اسرائیل ته انتقال شوي دي.
اکسیوس هم راپور ورکړی چې اسرائیل د حملې سناریوګانې جوړوي او که د ایران او امریکا خبرې ناکامه شي، ژر عملي کېدای شي.
د سپاه پاسداران ویاند، عليمحمد نائینی بیا پر ایران برید حماقت بللی او ګواښ یې کړی که اسرائیل کومه تېروتنه وکړي، له سخت ځواب سره به مخ شي.
نوموړي زیاته کړې، تر څو چې اسرائیل له منځه نه وي تللی، سیمه ثبات نه مومي.

