د پاکستان پوځ وايي، چې د شمالي وزیرستان او چترال په عملیاتو کې ۴ سرتېري، چې مشري یې دانیال اسماعیل کوله، وژل شوي دي.
پوځ زیاتوي چې په جګړه کې ۷ وسلهوال هم وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دغه بریدونه د ټيټيپي له لوري د افغان طالبانو په ملاتړ له افغان خاورې پلان شوي دي.

