د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، «اسلامي امارت» د کورنیو سرچینو د کارولو لپاره جدي هڅې پیل کړې دي.
نوموړي دا څرګندونې په هرات کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دوو پروژو د پرانیستې پر مهال کړې.
هغه زیاته کړې، «اسلامي امارت» هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې خوندي چاپېریال برابر کړي.

