د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې ورځ دې د غزې جګړه ځپلو سره د همدردۍ او د اسراییلو له لوري د «نسل وژنې» پر ضد غږ پورته کړي.
دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جوماتونو امامان دې د جمعې په خطبو کې د غزې ملاتړ څرګند کړي، دعاوې دې وکړي او خلک دې د قران ختمونه ترسره کړي.
د یادونې ده چې اسراییلو د غزې د اوسېدونکو «قتل عام» ته دوام ورکړی او هڅه کوي دغه سیمه له خلکو خالي کړي.

