رویټرز خبري اژانس ویلي، ایران چمتو دی چې د یو کال لپاره یورانیم غني کول ودروي؛ خو په دې شرط چې امریکا یې کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او د ملکي کارونې لپاره د یورانیم غني کولو حق په رسمیت وپېژني.
رویټرز د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا اقدام به د یو سیاسي توافق برخه وي.
د رویټرز په وینا، ایران ټینګار کوي چې خپل اټومي پروګرام نه بندوي، بلکې د سولهییزو موخو لپاره یې محدودوي.
بل لورته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له عمان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دغه هېواد د سولهییزو موخو لپاره د یورانیمو له غني کېدو نه تېرېږي.
نوموړی د سولهییزې اټومي انرژۍ د کارونې په برخه کې د ایران پر حق ټینګار کوي او وایي: «که هغوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي، هر ډول همکاریو ته چمتو یو.»

