د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د لوړو زدهکړو وزارت اعلان کړی چې هغو کسانو ته چې له مدرسو فارغ شوي وي او ازموینې یې بریالۍ تېرې کړې وي، د لیسانس او ماستري اسناد ورکوي.
دغه وزارت وایي، دا اسناد هغو علماوو، د مدرسو فارغانو او نورو کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د ملي امتحاناتو اداره ازموینې تېري کړې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د دغه وزارت او دولتي پوهنتونونو ۲۰ سلنه تشکیل کم کړی، چې له امله یې زیات شمېر مسلکي استادان له دندو ګوښه شوي دي.

