د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د امریکا او ایران تر منځ د احتمالي خبرو له پیله مخکې، پر ټوېټر د اسراییل د له منځه وړلو څرګندونې کوي.
نتنیاهو دا څرګندونې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړې، او ویلي: «دواړه لوري (ایران او امریکا) د خبرو اترو پر درشل ولاړ دي؛ خو خامنهيي بیا هم ښکاره وایي چې اسراییل باید له نقشې څخه پاک شي.»
شنونکي باور لري چې اسراییل ښایي د ایران پر ضد احتمالي برید ته د پلمې په لټه کې وي، څو د نړیوالو تمرکز له مذاکراتو بلې خوا ته واړوي.
بلخوا د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي والانیوز ته ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له ممکنه برید څخه اندېښنه لري.
د نوموړي په وینا، که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي؛ نو دا به د خبرو اترو روان بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

