شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانلغمان؛مهترلام کې د تندر لوېدو له امله درې تنو ته مرګ ژوبله...

لغمان؛مهترلام کې د تندر لوېدو له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان په مهترلام ښار کې د تندر د لوېدو له امله یو ۱۷ کلن تنکی ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور چې یوه ماشومه ده، ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د لغمان ولایت د طبیعي پېښو د مدیریت رییس، خیرمحمد غازي، رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن د ماسپښین مهال د «ده زیارت» په سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې د یوه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here