د ملي مقاومت په نوم جبهې لوړپوړي قوماندان حامد سیفي ویلي چې د دوشنبې په شپه، د دوی کسانو د طالبانو د تالقان ښار دوهمې امنیتي حوزې د مرستیال ملا منصور موټر هدف ګرځولی دی.
نوموړي دا څرګندونې په خپل اکس پاڼه کړې او لیکلي يې دي چې «د مقاومت چریکانو د تالقان ښار په تیلیفروشي څلور لارې کې پر ملا منصور ځانګړی عملیات ترسره کړل.»
سیفي زیاتوي چې دغه عملیات بریالي وو او چریکي جنګیالیو ته هېڅ زیان نهدی اوښتی.
نوموړي دا نهدي څرګند کړي چې آیا په دې برید کې ملا منصور یا نور کسان وژل شوي که نه؛ خو یو ویډیو یې خپره کړې چې پکې د شپې لهخوا د یوې چاودنې او د یو موټر د هدف ګرځېدو صحنه لیدل کېږي.

