د المان لومړي وزیر د اسراییل پر کړنو نیوکه کړې او وایي چې په غزه کې د اسراییلي پوځ اقدامات د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي.
فریدریش مرتس زیاته کړې چې د ولسي وګړو تاوان نور د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم نهشي توجیه کېدای.
نوموړي ویلي، اسراییل باید داسې کار ونه کړي، چې ان د دوی نږدې ملګري یې هم نشي زغملی.

