د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پخواني مشر معصوم ستانکزي د پوځ د پخواني پیلوټ محمد امیر توسولي د ځانوژنې په غبرګون کې ویلي، چې افغانان د کورنیو او بهرنیو ناسمو سیاستونو قرباني شوي دي.
ښاغلي ستانکزي پر اېکس لیکلي، چې د محمد امیر توسولي دردناکه مړینه یوه تراژیدي ده، چې پر افغان ولس تپل شوې ده، او دا درد د ټولو ګډ دی.
محمد امیر توسولي، چې د تېر حکومت د هوايي ځواک پیلوټ و، د ایران په مشهد کې له دې وروسته ځان وژنه وکړه، چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نشت له امله د اېستلو پاڼه ورکړل شوه.
پخواني نظامیان وایي، چې د ایران له خوا د استوګنې جوازونو تمدید ستونزمن دی، او دا مهال په زرګونه پخواني افغان سرتېري د شړلو له خطر سره مخ دي.

