چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهپر کییف د روسیې پراخ بریدونه؛اوکرایني چارواکي وايي، دغو بریدونو کې له...

پر کییف د روسیې پراخ بریدونه؛اوکرایني چارواکي وايي، دغو بریدونو کې له سلګونه ډرون الوتکو او بالیسیتک توغندیو کار اخیستل شوی

روسیې د جمعې په شپه پر کی‌یف پراخ هوايي بریدونه کړي دي.

د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې په دې برید کې ۲۵۰ ډرونونه او ۱۴ بالستیک توغندي توغولي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پراخو اورونو سبب شوي دي.

دوی زیاتوي چې ۲۴۵ ډرونونه او شپږ توغندي یې شنډ کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه بریدونو کې پنځلس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا شپه د اوکراین لپاره یوه سخته شپه بللې او له نړیوالې ټولنې یې د نوو بندیزونو غوښتنه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here