چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاناذربایجاني رسنۍ:پاکستان کې د داعش په تور څلور اذربایجاني وګړي نیول شوي

اذربایجاني رسنۍ:پاکستان کې د داعش په تور څلور اذربایجاني وګړي نیول شوي

اذربایجاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې له داعش سره د اړیکو په تور څلور اذربایجاني وګړي په پاکستان کې نیول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد کسان بېرته دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

دا کسان د افغانستان لپاره د داعش له څانګې سره د یوځای کېدو لپاره پاکستان ته تللي وو او هلته د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ غرنیو سیمو کې اوسېدل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here