د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویې لارې د پاتې برخې د رغونې لپاره یې دا لار یو ځل بیا د مساپر وړونکو لویو موټرو پر مخ تړلې ده.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې دغه بندیز کې «۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰» ډوله بسونه شامل دي.
هغه له موټر چلوونکو غوښتي چې د کار تر بشپړېدو حوصله ولري؛ خو د رغونې د پای نېټه یې نه ده مشخصه کړې.
حقشناس همداراز ویلي، چې د بار وړونکو موټرو لپاره به د سالنګ اصلي مسیر ته هره بله شپه د تګ اجازه ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې د دې لارې یوه برخه تېر کال کانکرېټ شوې وه، خو د پوره رغونې چارې لا نه دي بشپړې شوې.

