چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهرویټرز:غزې ته ۱۰۷ مرستندویه لارۍ داخل شوې؛ خو جګړه او لوږه لا...

رویټرز:غزې ته ۱۰۷ مرستندویه لارۍ داخل شوې؛ خو جګړه او لوږه لا هم دوام لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسراييلي پوځ ویلي چې غزې ته تر دې دمه ۱۰۷ مرستندویه لارۍ داخل شوي دي.

د اسراييلي پوځ په وینا، یادو لاریو کې اوړه، خوراکي توکي، طبي وسایل او درمل شامل دي.

دا مرسته په داسې حال کې شوې چې غزه کې ګڼ شمېر خلک د لوږې له ناورین سره مخ دي.

د بشري مرستو کارکوونکي وایي، که څه هم دغه مرستې یو ښه ګام بلل کېږي، خو د محاصره شوې غزې د اوسېدونکو اړتیاوې خورا زیاتې دي او دا مرستې یې نه پوره کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here