د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د امریکا لخوا د ایران د ساختماني سکتور پر ضد نویو بندیزونو ته سخت غبرګون ښودلی.
هغه دا بندیزونه “غیرقانوني، غیرانساني او دښمنانه” بللي او ویلي چې دا اقدامات د ایران د خلکو پر معیشت مستقیم اغېز لري او د بشریت پر ضد جرم ګڼل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول فشارونه به د ایران پرمختګ ونه شي درولی او د امریکا د دیپلوماتیکو هڅو نیت تر سوال لاندې راولي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې په روم کې د ایران او امریکا د خبرو پنځم پړاو پیل شي.
امریکا ویلي، دا بندیزونه ځکه لګول شوي چې د ایران ساختماني سکتور له سپاه پاسداران سره تړاو لري، او لس مهم مواد لکه نکل-کروم الیاژ، منیزیم، او پرکلوریټ پکې شامل دي.

