د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د یو پلاوی په مشرۍ نن جمعه له امریکا سره د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه د پنځم پړاو خبرو لپاره روم ته روان شو.
ښاغلي عراقچي په خپل ایکس پاڼې ولیکل: «د پرېکړې کولو وخت رارسېدلی دی.»
عراقچي په دې لنډ پیغام کې لیکلي: «د هوکړې د ترلاسه کولو لار د توغندیو توغول نه دي. د اټومي وسلو نه لرل دا مانا لري چې هوکړې ته رسېدل ممکن دي، خو که شرط د غنيسازۍ دریدل وي، نو پدې مانا ده چې توافق ته نشو رسیدلای.»

